IQNA

د کابل په دشت برچي  کې۷کسان وژل شوي او ۲۰نور ټپیان شوي دي

6:56 - November 08, 2023
د خبر لمبر: 3488237
ایکنا-(کابل ) د کابل د امینیې قوماندان خالد ځدراڼ وئيلي دي ، سیمې ته امنیتي پلټونکي ټیمونه رسیدلي او  ټپیان کسان روغتونونو ته رسول شوي دي او امنیتی مامورانو هم پلټنې پیل کړي دي.

ایکنانیوز د آوا له قوله راپور راکړ،  د افغانستان د کابل  دامینې قوماندانۍ ویندوي خالد ځدراڼ بیګا په ایکس پاڼې کې  پخپل یوه پیغام کې  ومنله چې  دکابل په دشتي برچي سیمې کې په  دغې پیښې کې مرګ ژوبله اوښتې ده  

په ر اپور کې وئيل شو ي دي د کابل په  دشتې برچې   سیمې کې د عاموخلکو د سوارلۍ په یوه کاسټر بس کې چاودنه شوې چې   ۷  عام کسان پکې وژل شوي او   ۲۰ نور ټپیان دي".

خالد ځدراڼ وئيلي دي ، سیمې ته امنیتي پلټونکي ټیمونه رسیدلي او  ټپیان کسان روغتونونو ته رسول شوي دي او امنیتی مامورانو هم پلټنې پیل کړي دي.

 داپه داسې حال کې دي چې داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  ددغې غمیزه پړه هم په غاړه  اخستې ده او وئيلي ئې دي ،د دوي ځان مرګي  په دغه بس کې چاودنه کړې ده . یاده دې وي له دې مخکې هم د افغانستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا د کابل په دشت برچي سیمې کې په کرتو د سلګونو کسانو وینه بهول شوې او وحشي تکفیري داعشی ترهه ګرو ئې پړه په غاړه اخستې ده . حال دا چې  د طالبانو  چارواکي وائي داعش ډله نوره دافغانستان او افغانانو لپاره  کوم ګواښ نه دی.

https://www.avapress.com/fa/news/279988

captcha